د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ۱۵مه نېټه امنيتي ځای ته د زرګونو تنو شعيه ګانو د انتقال لپاره د موټرو يو کاروان د سوريې د اليپو په لويديځه برخه د راشيدين په سيمه کې له ځانمرګي موټر بم بريد سره مخامخ شو. د سوريې د چارواکو په قول، د دغه بريد له امله ۱۱۲ تنه وژل شوي او له سلو نه زيات نور ټپيان دي.
د سوريې د اژانس د خبر له مخې، په همدې ورځ په اليپو کې زياتو چارواکو او خلکو د دغه بريد د غندنې لپاره لويه پيمانه لرونکې مظاهره وکړه.
د م م سرمنشی انټونيو ګوټريس د اپريل په ۱۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه بريد وغانده او غوښتنه يې وکړه چې بريدګرو ته دې سخته سزا ورکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |