CRI Online

د ملي امنيت په اړه د امريکا د ولسمشر سلاکار: بايد له زور نه پرته له هر ډول لارې چارې د کوريا ټاپووزمې مسئله حل شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-17 09:05:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملي امنيت په اړه د امريکا د ولسمشر سلاکار هيربيرټ مکماسټر د اپريل په ۱۶مه نېټه وويل، چې امريکا د کوريا ټاپووزمې مسئلې په اړه انتخابي حق پاتې دی. اوسمهال بايد له زور نه پرته له هر ډول لارې چارې د کوريا ټاپووزمې مسئله حل شي.

نوموړي په همدې ورځ له وي او اې سره د مرکې په ترڅ کې وويل، چې د شمالي کوريا لخوا د توغنديو د توغولو تازه ازموينه د اوضاعو د ترينګلتيا لمسوونکي کړه وړه دي. د امريکا ولسمشر ترمپ د امريکا د ملي امنيت کميټې ته حکم کړی چې د امريکا د ملي دفاع وزارت، د بهرنيو چارو وزارت او د استخباراتو څانګو په منځګړيتوب سره د کوريا ټاپووزمې مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي او په لازم وخت کې ولسمشر ترمپ ته د دغې مسئلې د حلولو وړانديز وړاندې کړي.

د معلوماتو له مخې، د جنوبي کوريا پوځ او د امريکا پوځ د دې پخلی کړی چې شمالي کوريا د اپريل په ۱۶مه نېټه سهار يو توغندی وتوغولو، خو ناکام شو. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای