CRI Online

د بېجينګ د اوومې دورې فلمي نړيوال فېستيوال پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-04-17 09:16:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بېجينګ د اوومې دورې فلمي نړيوال فېستيوال د اپريل په ۱۶مه نېټه پرانيستل شو او تر اوو ورځو پورې به دوام ولري.

د دې فېستيوال د تشکيلاتي کمېټې د دايمی سرمنشي مرستيال هو دونګ وويل، په دې فېستيوال کې د پيل او پای مراسمو، د تيان تان په نوم د جايزې ورکولو او تر ټاکل شويو موضوعاتو لاندې د فورمونو په شمول څه دپاسه دری سوه فعاليتونه ترسره شي. نږدې پنځه سوه غښتلي فلمونه به د بېجينګ په دېرشو سوداګريزو سينماوو، هنري سينماوو او د پوهنتونونو او پوهنځيو په سينماوو کې وښودل شي.

د سږني فېستيوال په ترڅ کې يو ځلانده ټکی دا دی چې د يوه کمربند او يوې لارې تر عنوان لاندې فلمونه د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو لخوا جوړ شويو فلمونو ته پام ورکول دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای