CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې د سيمې په اوږدو کې د ځوانانو د نوښت او تاريخي ميراث فورم پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-17 11:25:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د يوه کمربند او يوې لارې د سيمې په اوږدو کې د ځوانانو د نوښت او تاريخي ميراث فورم د اپريل په ۱۷مه نېټه د چين د هو نان ولايت په چانګ شا ښار کې پرانيستل شو. د يوه کمربند او يوې لارې د سيمې په اوږدو کې د ۶۵ هېوادونو د ۸۳ استازو، د م م د يونيسکو سازمان د چارواکو او کارپوهانو او په چين کې د ځينو هېوادونو د سفيرانو په شمول سل تنو پکې ګډون کړی. د چين د صدراعظم مرستيالې ليو يان دونګ په پرانيستونکو مراسمو کې ځوانانو ته يوه وينا وکړه.

نوموړې وويل، چې د لرغونې زمانې راهيسې، د ځمکنۍ او سمندري ورېښمو لارو د سيمې په اوږدو کې خلک د ورېښمو لارو د روحيې په پوهېدلو سره د تګ راتګ د ژورتيا تاريخ ليکلی دی. په نوې زمانه کې چين د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ غوښتنه وړاندې کوي. دا په هره ساحه کې د ورخلاصون د پراختيا لپاره لازم تدبير دی او د لا زياتو هېوادونو لپاره به لازم فرصتونه پيدا کړي او ګټې به تر لاسه کړي. ياد فورم د نوښت او تاريخي ميراث تر عنوان لاندې دی او له ځوانانو څخه غوښتنه کوي چې د تاريخي ميراثونو د ساتلو او د نوښت او خپلو چارو د تر سره کولو لپاره لازمې هڅې وکړي. دا د اړوندو هېوادونو ترمنځ د کولتوري تګ راتګ د ژورتيا لپاره ګټور ګام دی. هيله ده چې د بېلا بېلو هېوادونو ځوانان يو د بل څخه د زده کولو او د ګډو ګټو پر بنسټ د بېلا بېلو مدنيتونو ترمنځ د تبادلې او د همغږۍ د پياوړتيا او د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د ابادولو لپاره غوره خدمتونه تر سره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای