د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بروکنس انسټيټيوټ او د بريتانيا فينانسيال ټايمز د اپريل په ۱۶مه نېټه په ګډه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د پولي بحران تر ستونزو وروسته اوس نړيوال اقتصاد د عمومي او ثابتې بيااحيا په حال کې دی.
د نړيوال اقتصاد په بيااحيا پسې د ګرځېدلو شمېرنې له مخې، اوس پرمختللي اقتصادي بازارونه د اقتصادي پرمختګ مناسبې لارې ته ننوتلي او د پيسو پړسوب فشارونه يې کم شوي دي. د نويو اقتصادي بازارونو حالت هم ښه شوی چې د اقتصادي پرمختګ اندازه يې د ۲۰۱۳ کال راهيسې تر ټولو لوړې سويې ته رسېدلې ده.
د نړيوال پولي صندوق مشرې کريستينی لګاردي څو ورځو مخکې وويل، د نړيوال اقتصاد د بيااحيا تمايل پياوړی دی، خو د اقتصاد د کمزورتيا ګواښونه لا هم موجود دي. بېلا بېل هېوادونه بايد له اقتصادي پرمختګ څخه د ملاتړ لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |