CRI Online

په ترکيه کې بېلا بېلو خواوو په ټولپوښتنه کې د اساسي قانون د اصلاحاتو مسودې تصويبېدو په اړه بېل غبرګون ښودلي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-17 14:11:57

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب ايردوګان د اپريل د ۱۶مې نېټې په شپه اعلان وکړ چې د اساسي قانون د اصلاحاتو مسوده په همدې ورځ په ټولپوښتنه کې تصويب شوې ده چې د واکمن ګوند يعنې د عدالت او پرمختګ ګوند او ملاتړکوونکو لخوا وړاندې شوې ده. د ترکيې په پلازمينه انقره کې زرګونو تنو ملاتړکوونکو د لمانځنې مراسم تر سره کړل او مخالفو ډلو څرګنده کړه چې په ټولپوښتنه کې ناقانونه عملونه رامنځته شوي او ځينې رايې دې بيا وشمېرل شي.

د شمېرنې له مخې، په ټولپوښتنه کې د ملاتړ رايو شمېر پنځه ويشت مليونو ته رسېدلی چې دغه شمېر د مخالفو رايو په پرتله يو مليون او درې لکه رايې زياتې دي. د ترکيې ولسمشر ايردوګان د پايلې د تر لاسه کولو نه وروسته سمدلاسه د عدالت او پرمختګ ګوند او د ملت عملي ګوند ته د مبارکي پيغامونه ولېږل. هغه په خپله وينا کې وويل، چې ترکيه د خپل سياسي نظام په اړه تاريخي انتخاب کوي او په راتلونکي کې به رياستي سيستم په اوسني سيستم کې موجود توپيرونه او شخړې ليرې او حل کړي.

د ترکيې د عامه افکارو په اند، د اساسي قانون له اصلاح کېدو نه وروسته امکان شته چې د ايردوګان رژيم تر ۲۰۱۹م کاله پورې دوام ولري. د ترکيې د ټولټاکنو عالي کميټې خبر ورکړی چې د ټولپوښتنې وروستۍ نتيجه ښايي يوولس او يا دوولس ورځې وروسته خپره شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای