د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا د نولسم ولسمشر لپاره ټولټاکنې د اپرېل په اوولسمه نېټه په رسمي ډول پيل شوې. د ولسمشرۍ نوماندان به په راتلونکيو دوه ويشتو ورځو کې په دې ټولټاکنو کې ګډون وکړي.
د جنوبي کوريا د ټولټاکنو د اداري مرکزي کميټې د يوه مهال وېش په خپرولو سره څرګنده کړې چې نوماندان دې د اپرېل له پنځلسمې نېټې څخه تر شپاړسمې نېټې پورې په ټولټاکنو کې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت کړي او د روانې مياشتې له اوولسمې نېټې څخه د مې تر اتمې نېټې پورې په خبري رسنيو کې تبليغاتي فعاليتونه او ويناوې تر سره کړي. د مې نهمه نېټه د رايو ورکونې ورځ ده.
د خبري رسنيو په حواله، تر اوسه پورې پنځلسو نوماندانو خپل نومونه ثبت کړي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |