د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپرېل په اوولسمه نېټه، د چين او د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت تر منځ د اقتصادي همکارۍ د معرفي غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين او پاکستان تر منځ د دوستۍ ټولنې مشر شا زو کانګ، د خيبر پښتونخوا ايالت وزير پروېز خټک، په چين کې د پاکستان لوی سفير مسعود خالد، د چين او د ياد ايالت د کرهڼې، صنايعو، بنسټيزو تاًسيساتو، تعليم، سيلانۍ او کولتور په برخه کې استازو او د شرکتونو خاوندانو د دې غونډې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي شا زو کانګ د دې غونډې د پيل په مراسمو کې پر دې ټينګار وکړ، چې د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز د چين او پاکستان لپاره ډېر ګټور دی. د چين شرکتونه په تيره بيا شخصي شرکتونه دې په مثبته توګه په دې پروژه کې ګډون وکړي.
په چين کې د پاکستان لوی سفير مسعود خالد وويل، دغه غونډه بهر ته د خيبر پښتونخوا د ښودلو يوه مهمه صحنه ده. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې، د خيبر پښتونخوا ايالت به د چين پانګې اچوونکو ته شپږ اتيا پروژې وښيي. د چين شرکتونه کولی شي چې له دې لارې د پانګې په برخه کې د دې ايالت اړونده پاليسي وپيژني. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |