د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بهرنيو کارپوهانو ادارې مشر جانګ جيان ګوه د اپرېل په شپاړلسمه نېټه وويل، پروسږ کال په چين کې د بهرنيو کارکوونکو شمېر له نهه لکو څخه اوښتی ؤ.
هغه په شن جن کې د استعداد لرونکو کسانو په نړيواله غونډه کې يادې خبرې وکړې. هغه په عين وخت کې وويل، چې د تيرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې به په چين کې ستره برخه د بهرنيو کارکوونکو شمېر له لسو زرو نه کم و.
هغه وويل، بهرني استعداد لرونکي کسان د چين د نوښت لرونکي انکشافي موخې د پوره کولو مهم قوت دی.
د مالوماتو له مخې، پروسږ کال هغه استعداد لرونکي کسان چې په چين کې يې کار کاوه، له درې اوياوو هېوادونو څخه راغلي وو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |