CRI Online

په ترکيه کې د اساسي قانون اصلاحإتو مسوده ومنل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-17 15:24:56

اپريل په ١٦مه نېټه په ترکيه کې د اساسي قانون اصلاحاتو په هکله ټولپوښتنه تر سره شوه چې نتيجه به يې د دې هېواد له سياسي نظام سره مستقيم تړاو ولري.د د دې ټولپوښتنې د ابتدايي نتيجې له مخې د اصلاحاتو دغه مسوده منل شوې ده. د شنونکو په اند په ترکيه کې په اساسي قانون کې اصلاحات راوستل به د دې هېواد پر سياسي حالت ژوره اغيزه وکړي.

د همدې ورځې د سهار په اوو بجو د اساسي قانون اصلاحاتو مسودې په هکله ټولپوښتنه په ګرده ترکيه کې پيل شوه او رايه ورکوونکي له خپلو کورونو څخه وتلي او د رايګيرۍ په مرکزونو کې يې خپلې رايې ور کړې چې د ترکيې له راتلونکې سره يې تړاو درلوده.د همدې ورځې د شپې په نهو بجو د ابتدايي نتيجې له مخې د اساسي قانون اصلاحاتو مسوده د يو پنځوس اعشاريه درې سلنې رايو په ګټلو سره تصويب شو چې له مخې به يې د دې قانون اتلس مادې بدلې شي يعنې سياسي سيستم به له اوسني پارلماني سيستم څخه پر رياستي سيستم بدل شي ،د ولسمشر دوه مرستيالان به وټاکل شي، د صدراعظم مقام به له منځه يووړل شي او د ولسمشر تر مشرۍ لاندې به کابينه په مستقيمه توګه جوړه شي او بېلا بېل وزيران به وټاکل شي. سربېره پردې د دې مسودې له مخې به د ولسمشر په مقابل کې د پارلمان د څارنې واکونه کمزوری وي.تر ټولو نه معلومه دا ده چې د اصلاحاتو مسودې له تصويبېدو څخه څرګنديږي چې ترکي ولسمشر پر واکمن ولسمشر د بدلېدو په حال کې دی.

د رياستي سيستم د تر ټولو لوی پرمخبيونکي په توګه اوسني ولسمشر رجب طيب اردوګان څو څو ځله ويلي چې د رياستي سيستم د عملي کولو له امله به چې ځانګړی ترکي ځانګړتيا لري، کمزوری حکومت رامنځته نه شي او د ولسمشر او صدراعظم تر ګډې مشرۍ لاندې سياسي نظام به ختم شي او سياسي نظام به غښتلی وي تر څو د پوځی کودتا مخنيوی وشي او يو اغيزمن هېواد جوړ شي. اردوګان په استانبول کې خپله رايه ور کړه او تر هغه وروسته يې خبريالانو ته وويل (اواز.........)دغه ټولپوښتنه يوه معمولی رايګيري نه ده چې دا په ترکيه کې د څه ډول سياسي نظام له غوره کېدو سره تړاو لري.په دې تاريخي وخت کې باور لرم چې خلک د خپلو رايو له لارې د هېواد راتلونکې په هکله خپله پرېکړه وکړي او په ترکيه کې به هرو مرو چټک پرمختګ رامنځته شي.

په ترکيه کې د درېيم لوی ګوند يعنې د ملي غورځنګ ګوند مشر ديفليب باچلي د دې ټولپوښتنې نه مخکې وويل چې د اساسي قانون له تعديلولو څخه يې ملاتړ وکړ. د ده په اند د رياستي سيستم عملی کول د ترکيې د سياسي ثبات او ملي يووالي د ساتلو لپاره ګټور دی .که ترکيه اقتصادی پرمختګ ومومي، نو دا به له ثابت سياسي چاپيريال سره اړيکې ولري.نوموړي په خپله وينا کې وويل (اواز...........)ترکيه د نوي سياسي نظام د پلي کولو په لور روانه ده. اوس هر تن د رايه ورکونې حق کاروي او دا ښکاره کوي چې د ترکيې ديپلوماتيک کلتور نوی پړاو ته رسيدلی دی.

خو مخالف ګوندونه يعنې د جمهوريت ولسي ګوند او ولسي ديموکراتيک ګوند له دې ټولپوښتنې سره مخالفت کوي.د جمهوريت ولسي ګوند رئيس کمال کلکدارګلو وويل ، له حقيقاتونو څخه څرګنديږي چې اوسنی پارلمانی سيستم د ترکيې له پرمختګ سره سمون لري.که د رياستي سيستم عملي شي، د ولسمشر واکونه به ډېر وي او سخت فساد به رامنځته شي. دا يو خطرناک کار دی چې د هېواد برخليک باندې د يو تن له خوا پرېکړه وشي.د دې ترڅنګ د ولسي ديموکراتيک ګوند په دې اند دی چې د کوردانو په مقابل کې د اوسني حکومت له خوا عملي شوې تګلاره د کوردانو پر حقه حقونو تېری دی .که رياستي سيستم پلی شي، د اوسني حکومت دغه تګلاره به بدله نه شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای