د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په بېجينګ کې د پسرلي لپاره د عقاري مالونو نندارتون د اپريل په ۱۶مه نېټه پای ته ورسېد. په دې وخت کې چې د هېواد په دننه کې د غيرمنقولو شتمنيو د اخيستلو په برخه کې يو لړ کنټرولي تدبيرونه نيول شوي، د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه پراته هېوادونه د چيني مشتريانو د پانګونې نوي تاوده ځايونه ګرځېدلي دي.
د ترکيې د عقاري مالونو سوداګر احمد خبريال ته وويل، زه د ترکيې له جنوبي ښار انتليا څخه راغلی، په دې وروستيو ورځو کې د ترکيې له جنوب سره د چينايانو علاقه زياته شوې، په تېر کال کې مو پر چينايانو ۵۰ کورونه پلورلي دي.
د بېجينګ د سږني نندارتون د نړيوالو چارو مسئول وې که فې وويل، د يوه کمربند او يوې لارې د جوړونې ستراتيژۍ په سږني نندارتون کې ښه څرګنده شوې، د متحده عربي اماراتو ، ترکيې او ټايلند په شمول د هېوادونو د پروژو شمېر په څرګنده توګه زيات شوی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |