CRI Online

د تيان جو ۱ نمبر توکي وړونکې فضايي بېړۍ به د اپرېل د شلمې نېټې او څليرويشتمې نېټې تر منځ وتوغول شي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-17 15:43:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تيان جيو ۱ نمبر توکي وړونکې فضايي بېړۍ به د اپرېل د شلمې نېټې او څليرويشتمې نېټې تر منځ وتوغول شي. اوس بېلا بېلې ادارې د دې بېړۍ د توغولو مقدماتي کارونه چمتو کوي.

خبريال په اوولسمه نېټه خبر واخيست چې د تيان جو ۱ نمبر توکي وړونکې فضايي بېړۍ تختيکي ازموينه د اپرېل په اوولسمه نېټه بشپړه شوه.

تيان جيو ۱ نمبر لوړې توکي وړونکې فضايي بېړۍ ده چې د چين لخوا پخپله جوړه شوې. دغه بېړۍ به د تيان ګونګ ۲ نمبر فضايي لابراتوار سره يو ځای شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای