د چين د تيان شان ويبپاڼې د خبر له مخې، د موټر چلولو له لارې د چين او قزاقستان تر منځ د سيل فعاليت په دې وروستيو کې په اروموچي کې پيل شو.
د مالوماتو له مخې، دغه فعاليت به د اوو ورځو لپاره دوام ولري. دغه موټرونه به له اروموچي څخه د الماتا په لور وخوځېږي او د اپرېل په نولسمه نېټه به په الماتا کې په يوه سيلانير نندارتون کې ګډون وکړي.
دغه فعاليت د چين او قزاقستان تر منځ د کولتوري تګ راتګ د تبادلې او د شينجيانګ د سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره ډېر ګټور دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |