CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: اټومي وسلې دې په سوله ييزه توګه د کوريا له ټاوزمې څخه پاکې شي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-17 16:54:34

د چين نړيوالې را‌ډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند لونګ کانګ د اپريل په ۱۷ مه نېټه په بېجينګ کې يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په سوله ييزه توګه له کوريا ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو پاکول سمه لار ده او د اړوندو غاړو له ګټو سره هم سمون لري.

نوموړي وويل، د خبرو اترو په شمول د سوله ييزو چارو له لارې د کوريا له ټاپو وزمې څخه د اټومي وسلو پاکول او د دغې ټاپو وزمې د سولې او ثبات ساتل د مسئلې د حل يوازنۍ لار ده او د چين د حکومت دريځ هم دی. امريکا د کوريا ټاپووزمې مسئلې له مهمو ښکيلو غاړو څخه ده، چين هيله لري چې امريکا د مسئلې د سوله ييز حل په موخه مثبت رول ولوبوي او غواړي چې د امريکا په شمول ټولو خواوو سره په ګډه د کوريا له ټاوزمې نه د اټومي وسلو د پاکولو،د دغې ټاپووزمې د سولې او ثپات د ساتلو او د خبرو اترو له لارې د مسئلې د حل وفصل لپاره هلې ځلې وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای