CRI Online

د پاکستان د طالبانو يو لوړپوړی مشر امنيتي پوځ ته تسليم شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 09:35:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان ځواکونو د اپرېل په ۱۷مه نېټه وويل چې د دغه هېواد د وسله والو طالبانو يو لوړپوړی مشر امنيتي پوځ ته تسليم شو.

د پاکستاني پوځ وياند وويل چې تسليم شوی مشر احسان الله احسان دی چې د وسله والو طالبانو پخواني وياند و او وروسته د طالبانو د جماعت الاحرار په ډله کې يې ګډون وکړ.هغه د پاکستاني طالبانو له نورو مشرانو سره د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمه کې ترهګريز عمليات تر سره کړی.

تر اوسه پورې د جماعت الاحرار ډلې هېڅ غبرګون نه دی خپور کړی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای