CRI Online

وانګ ايي د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير سره تليفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 09:41:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اپريل په ١٧مه نېټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي په بلنه د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزير بوريس جونسن سره تليفوني خبرې اترې وکړې او د سوريې مسئلې او د کوريا ټاپووزمي حالاتو په هکله يې د نظريو تبادله وکړه. دواړه خواوې په دې اند دي چې روان کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفيرانو په کچه د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت له پنځه څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی . چين او بريټانيا بايد په ٢١مه پېړۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای