د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼې د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل چېفرانسه د روانې مياشتې په ١٦مه نېټه د ترکيې د اساسي قانون د اصلاحاتو مسودې په هکله ټولپوښتنې او ددې له امله رامنځته شويو جنجالونو ته پاملرنه کوي. د دې حالت پر وړاندې د ترکيې حکومت بايد د هېواد په دننه کې له بېلا بېلو ټولنو سره ازاد ديالوګ پياوړی کړي.
په دې اعلاميه کې راغلي چې که څه هم د ترکيې سياسي نظام يوازې د ترکيانو له خوا پرېکړه کيږي، خو د دې مسودې د ټولپوښتنې د نتيجې له مخې د اساسي قانون د اصلاحاتو په پايله کې په دې هېواد کې اختلافونه رامنځته شوي دي. فرانسه به د دې ټولپوښتنې په هکله د اروپايي پارلمان او د اروپايي امنيت او همکارۍ د سازمان ارزيابي راپور ته پاملرنه وکړي.
د ترکيې د صدراعظم مرستيال نورمان کورتلموس د همدې ورځې په شپه اعلان وکړ چې ترکي کابينې پرېکړه کړې چې د دې هېواد بېړنی حالت د اپريل له ١٩مې نيټې څخه تر دريو نورو مياشتو پورې اوږد کړي.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |