CRI Online

امريکا به له ذروي وسلو څخه د شمالي کوريا د لاس اخيستنې په هکله ټول احتمالي حالت تر غور لاندې ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 09:45:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا د ولسمشر مرستيال ماک پنس چې اوس له جنوبي کوريا څخه په ليدنه بوخت دی، د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه د جنوبي او شمالي کوريا له پوځي سيمې څخه ليدنه وکړه او د دې هېواد له صدراعظم هونګ کيو ان او د پارلمان له مشر جونګ سي کون سره يې وکتل. ورپسې هغه له هونګ کيو ان سره په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې امريکا هيله لري چې په سوله ييزو لارو چارو د شمالي کوريا له خوا له ذروي وسلوڅحه د لاس اخيستلو لپاره هڅې وکړي، خو د دی لپاره به ټول احتـمالی حالت تر غور لاندې ونيسي.

پنس له يادې پوځي سيمې څخه د ليدنې په ترڅ کې ويلي چې د شمالي کوريا په وړاندې نور د امريکا صبر او حوصله ختمه شوې ده.

د دې په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ په همدې ورځ وويل چې چين په سوله ييزو لارو چارو د کوريا ټاپووزمي مسئلې د حل وفصل په برخه کې د امريکا د مثبت رول هر کلی کوي.ديالوګ او مشورې د دې مسئلې د حل وفصل لپاره يوازنۍ لار ده او دا د چين د حکومت دريځ هم دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای