CRI Online

په پاکستان کې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې لږ تر لږه يو سل اته تنه ترهګر وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 09:46:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان پوځ د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه وويل چې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې يې پړاويز پرمختګ موندلی چې تر اوسه پورې لږ تر لږه يو سل اته تنه ترهګر وژل شوي دي.

د دې هېواد د دريو ځواکونو د مطبوعاتي ادارې مشر اصف غفور په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې له پيلولو راهيسې د پاکستان پوځ او اجرائيوي څانګې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره په ګرد پاکستان کې څلور زره ځله پوځی عمليات تر سره کړي چې له امله يې لږ تر لږه يو سلو اته تنه ترهګر وژل شوي او څلور زره او پنځه سوه شکمن کسان او ګڼ شمېر وسلې نيول شوي دي.هغه زياته کړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي سيمو د کنترول او ادارې پياوړتيا  په دې لړ کې يو مهم کار هم دی. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای