CRI Online

سپينې ماڼۍ دا خبره يو ځل بيا تائيد کړه چې چين د بهرنيو اسعارو په بدلون کې لاس وهونکی هېواد نه و

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 10:14:44

د سپينې ماڼۍ وياند سيان سپايسير د اپرېل په اوولسمه نېټه دا خبره يو ځل بيا تائيد کړه چې واک ته د ولسمشر ټرمپ د رسېدو وروسته راپدېخوا، چين د بهرنيو اسعارو په بدلون کې لاس نه دی وهلی.

هغه په همدې ورځ د سپينې ماڼۍ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د امريکا د ماليې وزارت په تيره اوونۍ کې چين د بهرنيو اسعارو په بدلون کې د لاس وهونکي هېواد په توګه نه وټاکلی، يوه برخه لامل يې دا دي چې واک ته د ولسمشر ټرمپ د رسېدو وروسته راپدېخوا، چين د بهرنيو اسعارو په بدلون کې لاس نه دی وهلی، دا رېښتنې خبره ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې په ټويټر کې دا ويلي، چې چين د بهرنيو اسعارو په بدلون کې د لاس وهونکي هېواد په توګه بلل په اوسنيو حالاتو کې سم کار نه دی چې دا به د کوريا ټاپوزمې له مسئلې سره د مقابلې په برخه کې خنډونه رامنځته کړي.

د نړيوال پولي صندوق او د بيترسون د نړيوال اقتصاد اکاډمۍ د اړوندو پلټنو څخه هم دا څرګندېږي چې چين په تيرو دوو کلونو کې د بهرنيو اسعارو په بدلون کې لاس نه دی وهلی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای