CRI Online

سپينې ماڼۍ : پر شمالي کوريا د پوځي عملياتو د تر سره کېدو شونتيا هم شته

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 10:56:57

د امريکا د سپينې ماڼۍ وياند د اپرېل په اوولسمه نېټه وويل، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به پر شمالي کوريا د پوځي عملياتو د نه کولو ژمنه و نه کړي. هغه به له ټاکلي وخت نه مخکې د احتمالي تدبيرونو په هکله مالومات څرګند نه کړي. پر سوريې د نيول شويو پوځي تدبيرونو څخه څرګندېږي، چې ټرمپ به په مناسب وخت کې د شمالي کوريا په اړه اړوند تدبيرونه ونيسي.

د ختيځې اسيا او د ارام بحر په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مرستيالې په همدې ورځ د ټلويزيوني غونډې له لارې خبريالانو ته وويل، امريکا تل تر تله هيله لري چې په سوله ييزه لاره د شمالي کوريا اټومي مسئله حل شي او کشالې نه غواړي. د ټرمپ حکومت پر شمالي کوريا باندې فشار اچولی، څو چې دغه هېواد پخپله د ‌‌ذروي وسلو له ازموينو څخه لاس واخلي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای