د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان ځواکونو د اپرېل په ۱۷مه نېټه وويل چې د دغه هېواد د وسله والو طالبانو يو لوړپوړی مشر حکومتي پوځ ته تسليم شوی دی.
د پاکستاني پوځ وياند وويل چې تسليم شوی مشر احسان الله احسان دی چې د وسله والو طالبانو پخواني وياند و او وروسته د طالبانو د جماعت الاحرار له ډلې سره يو ځای شوی و.هغه د پاکستاني طالبانو له نورو مشرانو سره د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کې ترهګريز عمليات تر سره کول.
تر اوسه پورې د جماعت الاحرار ډلې په دې هکله څه نه دي ويلي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |