CRI Online

د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې په اړوند د نړيوالې همکارۍ د سرمشريزې فورم د تياريانو کارونه وروستی پړاو ته رسېدلي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 17:16:32

د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې په اړوند د نړيوالې همکارۍ د سرمشريز فورم په هکله خبري ناسته د اپريل په ١٨مه نېټه په بيجينګ کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي او د اصلاحاتو او ورخلاصون کميټې د منشي مرستيال وانګ شياو تاو د فورم د تياريانو، په فورم کې د بېلا بېلو هېوادونو د برخوالو مشرانو د حالت او د فورم د عمده اجندا او مباحثوي مسئلو په هکله مالومات ورکړل. وانګ يي وويل چين هېله لري چې د دغه فورم په وخت کې يوه نوره پرانېستنې او لوړه اغيزمنه نړيواله همکاريزه صحنه جوړه کړي، د نړيوال اقتصاد او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ ګډو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي، د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستانه اړيکو تګ راتګ هڅونه وکړي، په کولتوري او اقتصادي ساحو کې برياليتوبونه شريک کړي.

اوس د ياد فورم د پرانيستلو تر وخت پورې يوې مياشت ته نه دی رسيدلی او په دې اړوند د تياريانو کارونه وروستي پړاو ته رسيدلي دي. ٢٠١٣ کال د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا د وريښمو لارې د يو اقتصادي کمربند او يوې لارې د ابادۍ پلان له وړاندې کېدو راهيسی به دا لومړی ځل وي چې په دې هکله تر ټولو جګ پوړې نړيواله غونډه تر سره شي. تر اوسه پورې د ٢٨ هېوادونو مشران او حکومتونو استازي به په دې فورم کې ګډون ولري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای