CRI Online

د روان کال په لومړی موسم کې د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ تمايل ښه روان دی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-18 17:24:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د شمېرنې رياست د اپريل په ۱۷مه نيټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړي موسم کې د چين کورنيو چارو توليدي ارزښت په سلو کې شپږ اعشاريه نهه سلنه زيات شوی دی، او عمده ګرافونه يې له ټاکي نظريو څخه هم وتلي او لوړ دي، له دې څخه ښکاري چې په لومړي موسم کې د چين اقتصاد د ثابت پرمختګ تمايل ساتلی او دا تمايل ښه روان دی. د څو اقتصادی کارپوهانو په اند، اغېزمنو مالي او پولي تګلارو او د عرضې جوړښت اصلاحاتو د اقتصاد هڅولو لپاره مهم رول لوبولی دی. اټکل کېږي چې سږ کال به د اقتصادي پرمختګ د شپږ اعشاريه پنځه سلنې موخه پوره شي. خو اقتصادي پرمختګ د لنډې مودې لپاره لا هم له پنځو ستونزو سره مخ دی.

د يادې شمېرنې له مخې، په لومړي موسم کې د چين اقتصادي بازارونه په پر له پسې توګه ښه شوي، د کار او استخدام حالت ثابت دی او د صنايعو جوړښت ښه شوی او بهرنۍ اړتياوې او تقاضاوې په عمومي توګه زياتې شوې دي. د چين د مالوماتي مرکز څېړونکي جو باو ليانګ وويل، د توليد، اړتيا او عايد په برخو کې شمېرې ټولې له اټکل څخه وتلې دي. ده وويل

((لومړی د صادراتو د زياتوالي سرعت زموږ له اټکل څخه وتلی. دوهم، د توکيو د زېرمو کمښت پر اقتصاد هم فعاله اغېزه کړې ده. درېيم، په دې وروستيو کې د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې د ثابت زياتوالي په حال کې دي. څلورم، په غيرمنقولو شتمنيو کې د خلکو پانګونې زموږ له اټکل څخه وتلې دي. پنځم، د توکيو د جوړونې په برخه کې پانګونې د زياتېدو په حال کې دي او ګټې يې هم مخ په زياتېدو دي. ))

د کارپوهانو په اند، په روان کال کې د اقتصاد ښه پيل د منځنۍ او اوږدې مودې لپاره د اقتصادي تګلارو لپاره ګټور دی. خو د لنډې مودې له لحاظه د چين اقتصادي پرمختګ له ډېرو ستونزو سره لا هم مخ دی. د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلې مرکز اقتصادي کارپوه شو هونګ څای وويل، که څه هم په لومړي موسم کې د وګړيو عايدات د کورنيو توليدي ارزښت په نسبت زيات وو، خو دا بايد وکتل شي چې ايا دغه حالت ثابت دي او که نه. ده وويل

(( د عرضې جوړښټ د اصلاحاتو په ترسره کېدو سره به توليدي لګښت کم شي، په دې وخت کې ښايی د وګړيو پر عايداتو اغېزه وکړي. اوس په چين کې د پولي بازار څارنې او د خطرونو مخنيوی او کنټرول پياوړی شوی، هم د اسهامو بازار او هم د عقالي مالونو بازار. په دغسې حال کې د وګړيو عايدات څنګه په پر له پسې توګه زيات شي؟ په تېره بيا په راتلونکي کې د بزګرانو عايدات دوامدار زياتوالی ډېر د پام وړ دی. ))

ښاغلي شو هونګ څای وويل، په پولي بازار کې د پيسو د روان سرعت ورو دی، د غير منقولو شتمنيو او موټرونو په برخو کې د مصرف کمښت به پر مصرف ځينې منفي اغېزې وکړي، که څه هم د بهرنۍ سوداګرۍ زياتوالی له ټاکلي پلان څخه وتلی، خو د اقتصادي پرمختګ لپاره مستقيم خدمت يې کمزور شوی، برسيره پر دې، په چين کې بهرنۍ پانګې او په بهرنيو هېوادونو کې د چين پانګې دواړه د ګړندي کمښت په حال کې دي. نو ياد پنځه منفي عوامل بايد د پاملرنې وړ وګرځي. خو په ټول کال کې د اقتصادي زياتوالي شپږ اعشاريه پنځه سلنې ته د رسېدو موخه ترسره کېدای شي او که نه . ده وويل

(( فکر کوم چې د روان کال په دوهمه نيمايي کې که څه هم اقتصادي زياتوالی سرعت به لږ ورو وي، خو د ټول کال په وړاندې اقتصادي زياتوالی شپږ اعشاريه پنځه سلنې ته د رسېدو موخه ترسره کېدای شي. نو موږ د عرضې جوړښت اصلاحاتو ته ډېره پاملرنه کوو، په عين وخت کې د پولي بحران د رامنځته کېدو مخنيوی ته هم لومړيتوب ورکول کېږي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای