د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د ايران په تهران کې د د امام خوميني په مقبره کې د نظامي ورځې پوځي رسم ګذشت تر سره شو چې د ايران ولسمشر حسن روحاني په کې وويل چې د ايران وسله وال ځواکونه تيری کوونکی نه دي او دښمنانو ته د يوه خنډ راپيدا کوونکی قدرت لري، د سيمه ييزې سولې ساتونکي دي.
د ايران ولسمشر روحانی هيله لري چې د ايران د پوځ، اسلامي انقلابي ګارډ، امنيتي پوځ او د باسيج مليشو په شمول ټول وسله وال ځواکونه اتحاد وساتي او ويې ويل چې اوس په ايران کې وسله وال ځواکونه د دغه هېواد او عراق تر منځ د جګړې مودې په مناسبت ډېر قوی شوی او په تېرو ٣٠ کلونو کې يې د ايران د سرحدی سيمو د امنيت ساتنې په چارو کې د پوځ له کوښښونو څخه مننه وکړه.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |