CRI Online

د افغانستان لومړۍ مېرمن له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د کمکيو نجونو د ودونو د مخنيوي لپاره همکاري پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 08:58:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ولسمشر مېرمن رولا غني د اپريل په ١٨مه نېټه په کابل کې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د کمکيو نجونو د ودونو حالت ته پاملرنه وکړي او د نجونو لپاره دې د ښوونې نور زيات فرصتونه برابر کړي، تر څو د ښځو د حقونو ساتنه لا پياوړې شي.

رولا په همدې ورځ د کمکيو نجونو د ودونو د مخنيوي په موخه د نړيوال عملي پلان په اړه يو فعاليت کې وويل، د اندېښنې وړ ده چې په افغانستان کې د کمکيو نجونو ودونه د زياتېدو په حال کې دي، افغان حکومت اړتيا لري چې د دغه وروسته پاتې ټولنيز دود د مخنيوي په برخه کې له نړيوالې ټولنې څخه زياتې مرستې وغواړي.

نوموړې وويل، چې ټولنه بايد د ښځو د حقونو درناوی وکړي، هيڅ د دوی د ماشومتوب او راتلونکې د محرومولو حق نه لري. هغې پر دې ټينګار وکړ چې نجونې يوازې په قانوني عمر کې واده وکړي، روحيات او روغتيا يې ښه ساتل کېدلی شي او له کورني او ټولنيز ژوند سره هم سمون پېدا کولی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای