CRI Online

جانګ ګاو لي د قزاقستان له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 09:09:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د اپرېل په ۱۸مه نېټه په استانا کې په جلا جلا توګه د قزاقستان له ولسمشر نورسلطان نظربايف او صدراعظم باکيوتزان سګنتايف سره وکتل او د دغه هېواد د صدراعظم له لومړي مرستيال اسقار مامين سره يو ځای د چين او قزاقستان ترمنځ د همکاريزې کميټې ۸مه غونډه جوړه کړه.

جانګ ګاو لي لومړی نظربايف ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل.هغه وويل چې روان کال د چين او قزاقستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۲۵ کاليزې سره برابر دی.د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور او واقعي همکاري په پر له پسې توګه پياوړې شوي دي.چين هرکلی کوي چې ولسمشر نظربايف د روان کال په می کې د يوه کمربند او يوې لارې په هکله د نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې ګډون وکړي.نظربايف د جانګ ګاو لي له لارې رئيس شي جين پينګ ته نيکې هيلې او سلامونه هم وويل.هغه وويل چې قزاقستان د چين د کورنيو او بهرنيو تګلارو او د يوه کمربند او يوې لارې د پلان ټينګ ملاتړ کوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای