CRI Online

لي که چيانګ د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو له لوړپوړې استازې موګيريني سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 09:28:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اپريل په ١٨مه نېټه په بېجينګ کې د اروپايي ټولنې د کميټې مرستيالې او د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو له لوړپوړې استازې موګيريني سره وکتل.

لي که چيانګ د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو مثبته ارزونه وکړه او و يې وويل، چې اوس نړيوال حالات پېچلي او بدلېدونکي دي او له نړيوال کېدو سره مخالفت او د سوداګرۍ د حمايت غوښتنه پورته کيږي. چين او اروپا بايد د نړۍ د دوو لويو ځواکونو په توګه د م م د منشور د موخو او اصولو مراعات وکړي او په ګډه بايد د سيمه ييز ثبات او نړيوالې سولې د ساتنې، له نړيوالو ننګونو سره د مبارزې، د نړيوال اداري سيستم د بشپړوالي او د اقتصاد د نړيوال کېدو او ازادې سوداګرۍ لپاره د هڅې پېغامونه وليږي.

موګيريني وويل، د اروپا او چين پر غاړو د نړيوال نظام د ساتنې، له تروريزم او اقليمي بدلون سره د مقابلې او د نړيوالې سولې او پرمختګ د هڅونې دندې پرتې دي. اروپايي ټولنه غواړي له چين سره همکاري پياوړې کړي، په ښه توګه توپيرونه حل کړي او د دوه اړخيزې پانګونې د تړون په اړه خبرې اترې پرمخ بوزي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای