د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بريټانيا صدراعظمې تېريسا ماري مې د اپرېل په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ چې د بريټانيا عمومي ټولټاکنې به د راتلونکي جون په ۸مه نېټه تر سره شي ترڅو نوي حکومت به د بريټانيا په استازيتوب له اروپا څخه د بريټانيا د بېلېدو په اړه له اروپايي ټولنې سره خبرې اترې وکړي.
مېرمن مې وويل چې د دغه پرېکړه ليک موخه د بريټانيا د ګټو لاښه ساتنه ده.هغه د مخالف ګوند يعنې د کارګرو پر ګوند نيوکه وکړه چې د يادو خبرو اترو د ګډوډولو نيت يې درلود.
د بريټانيا واکمن عمده مخالفو ګوندونو يعنې د کارګرو ګوند او د ازادۍ ديموکراتيک ګوند د ياد پرېکړه ليک هرکلی کړی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |