CRI Online

د ترکيې ولسمشر له ليو يان دونګ سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 09:49:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د اپرېل په ۱۸مه نېټه د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په انقره کې د چين د صدراعظم له مرستيالې ليو يان دونګ سره وکتل.

اردوغان د ليو يان دونګ له لارې رئيس شي جين پينګ ته خپل سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړلې.اردوغان وويل چې په وروستيو کلونو کې هغه له رئيس شي سره څو ځلې خبرې اترې کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکاريزو اړيکو د پرمختګ لپاره ګټور دي.ترکيه او چين ټول مهم اسيايي هېوادونه دي.هيله ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزه همکاري به نوره هم پياوړې شي.هغه په ترکيه کې د چيني تصديو د پانګونو هرکلی کوي.ترکيه هم غواړي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې له چين سره همکاري پياوړې کړي.

ليو يان دونګ اردوغان ته د رئيس شي نيکې هيلې او سلامونه وړاندې کړل.هغې وويل چې چين له ترکيې سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.هيله ده چې دواړه خواوې خپلمنځي واقعي همکاري او د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو کارونه پياوړي کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای