د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د تجارتي ريکارډير ورځپاڼې د اپريل په ١٨مه نېته خبر ورکړ چې د پاکستان د ملي بانک د معلوماتو له مخې، د ٢٠١٧ کال د مالي بودجې کال په لومړيو نهو مياشتو کې پاکستان د يو مليارډ شپږ سوه او دوه مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت مستقيمه بهرنۍ پانګونه راجلب کړې چې دغه رقم د تېر مالي کال د همدې مودې په نسبت ١٢.٤٪ زيات شوی دی. د چين له خوا شوې پانګه پنځه سوه او پنځه نوي مليونه امريکايي ډالره وه چې په دې برخه کې لومړی مقام نيولی دی.
په دې راپور کې راغلي چې د چين پانګه نه يوازې د برېښنا او بنسټيزو تاسيساتو په لويو پروژو کې اچول شوې، نورو زياتو چيني تصديو د پاکستان د پولي خدمتونو، د اسهامو معاملې، د ښيښې توليد او د بسته بندۍ په ساحو کې ونډه اخيستې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |