CRI Online

ليو يان دونګ ترکيې ته رسمي سفر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 11:37:42

د اپريل په ١٨مه نېټه، د ترکيې ولسمشر رجب طيب ايردوګان او صدارعظم بينالي يلديريم په انقره کې په جلا جلا توګه د چين د صدراعظم له مرستيالې ليو يان دونګ سره وکتل.

اردوګان وويل، چې هيله لرم دواړه خواوې د دوه اړخيزې اقتصادي او تجارتي همکارۍ د ژوروالي لپاره هڅې وکړي او په ترکيه کې د چيني تصديو د پانګونې او همکارۍ هرکلی کوم. ترکيه غواړي له چين سره د تروريزم پرضد مبارزه کې همکاري پياوړې کړي.

ليو يان دونګ د دې هرکلی وکړ چې اردوګان به په چين کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې ګډون وکړي. هغې وويل، چې چين له ترکيې سره د اړيکو ټينګولو ته په درنه سترګه ګوري او هيله لري چې له ترکيې سره د ښوونې، کلتور، سپورټ او سيلانۍ په برخو کې تګ راتګ پياوړی کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او دوستۍ اړيکې لا ټينګې کړي.

ليو يان دونګ د دې سفر په ترڅ کې د ترکيې د صدراعظم له مرستيال يلديريم توګرول تورکيس سره هم خبرې اترې وکړې او د ترکي صدراعظم له مرستيال ميحمت سيمسيک سره د دولتي ادارې او سياسي چارو په اړه د شي جين پينګ د ويناوو په نوم ترکي ژبې ته ترجمه شوو کتابونو د خپرېدو په مراسمو کې يې هم ګډون وکړ. (ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای