CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير دا تاييد کړې چې ايران د اټومي مسئلې تړون پلې کړی او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 14:39:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيليرسون د اپريل په ١٨مه نېټه ملي کانګرس ته د يو پېغام په ليږلو سره ويلي، چې ايران د اټومي مسئلې په تړون کې شوې ژمنه پلې کړی او کوي يې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سږ کال په جنورۍ کې تر لوړې وروسته له ادارې څانګې څخه غوښتنه کړې چې د هرو ٩٠ ورځو لپاره ملي کانګرس ته د اټومي تړون د تطبيق په اړه د ايران د عملياتو د ارزونې رپوټ وړاندې کړي.

خو د تيليرسون په پېغام کې راغلي چې ايران لا هم د تروريزم لومړی ملاتړکوونکی هېواد دی، اوس د امريکا حکومت په هراړخليزه توګه د ايران د اټومي مسئلې تړون ارزونه کوي، تر څو پريکړه وکړي چې پر ايران د نورو بنديزونو ليری کول د امريکا له ملي ګټو سره سمون لري او که نه.

د ايران د اټومي مسئلې په اړه د هراړخيز تړون سره سم، ايران به خپل اټومي پلان محدود کړي. په بدل کې به يې، نړيواله ټولنه پر ايران بنديزونه ليري کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای