د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي د اپريل په ١٨مه نېټه وويل، چې د عامه امنيتي نړۍ ابادي د شخړو د مخنيوي موخه ده. هغه غوښتنه کړه چې د شخړو د مخنيوي لپاره لا ګټور نړيوال چاپيريال جوړ شي.
امنيت شورا په همدې ورځ د بشري حقونو او د وسلوالو شخړو د مخنيوي په اړه غونډه تر سره کړه. ليو جيه يي په خپله وينا کې وويل، چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه يو له بل سره اړيکې لري، هيڅ هېواد پخپله مطلق امنيت نه شي تامينولی او د نورو هېوادونو له ګډوډۍ څخه خپل ثبات نه شي تر لاسه کولی. دغه راز بېلا بېل هېوادونه بايد د انساني برخليک د ټولنې نظر ټينګ کړي او د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو په بڼه بايد د نړيوالې ادارې مفکوره وغوښتل شي.
ليو جيه يي وويل، چې د مسلسلو شخړو په سيمه کې د ترهګرۍ ګواښونه جدي دي. نړيواله ټولنه بايد له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه پياوړې کړي او د تروريزم څخه سيمې پاکې کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |