CRI Online

په لوړه او سختو غرينو کړنګونو کې د ويالې جوړونکی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 16:46:03

شپږ دېرش کاله د ډېرو کسانولپاره يوه اوږده موده ده او پکې کولی شي چې ډېر کارونه تر سره کړي.خو د چين په لويديځ د جون ايي ښار د بو جو سيمې د توان جي کلي مشر هوانګ دا فا په تېرو شپږ دېرشو کلونو کې يو داسې کار تر سره کړ چې د ډېرو لپاره حيرانۍ وړ دی يعنې په لوړه او سختو کړنګونو کې يې چې جګوالی يې درې سوه متره دی، د اوبو وياله جوړه کړه چې اوږدوالی يې لس زره متره دی.په نننۍ تبصره کې يوه کليوالی کادر هوانګ دا فا او د دې ويالې په هکله کيسې اورېدلو ته مو رابولو.

 د پسرلني کرکيلې په موده کې د ياد کلي کليوال د شولو په کروندو کې بوخت دي. کليوال شيو ګوو تای له حوض څخه اوبه راايستلی او د شولو نيالګيو ته يې ور کولې .هغه وويل د شولو په کروندو کې مې ځينی کبان روزلي چې د اټکل له مخې به د روزل شوي کب وزن څه باندې يو زر کيلو ګراموته ورسيږي.

خو دغه حالت تر ١٩٩٥ کال وروسته بدل شوی دی. له دې نه مخکې د دې کلي د کرکيلې له شرايطو سره سم يوازې بزګرانو جوار کرل چې له امله يې کليوالو هره ورځ جوار خوړل او يوازې د پسرلني اختر په موده کې به يې وريجی خوړلې.د بې وزلۍ له امله زياترو کورنيو د وريجي د اخيستلو توان هم نه درلود.له اوږدې مودې راهيسې دغه کلی د بې وزلۍ له حالت سره مخ و چې لامل يې نه يوازې له خرابو جغرافيايي شرايطو سره بلکې د اوبو له کمښت سره تړاو درلود.کليوال هوانګ بين کای خبريال ته وويل  کليوالو کله نا کله د اوبو په سر جګړه کوله .ځکه چې طبيعی شرايط بد وو، نو ډېرو هلکانو د غريبۍ له امله ښځې نه شوای پيدا کولی.

دغه حالت بايد بدل شوای وای. په ١٩٥٩ کال کې هوانګ دا فا د چين د کمونېست ګوند غړی شو او د يوه کليوال مامور په توګه وټاکل شو.د ده تر ټاکل کېدو وروسته لومړی خيال د اوبو ويالې جوړونه وه.هغه وويل کليوالو را باندې باور درلود. په کلي کې مې غوښتل چې د کليوالو لپاره ځينی ګټور کارونه ترسره کړم چې په دې جمله کې مې لومړی کار د اوبو ويالې جوړونه وه.

رښتيا ده چې د اوبو سرچينه له دې کلي څخه ليرې نه ده،خو که د اوبو وياله جوړه شي، بايد له دريو غرونو او کړنګونو څخه تېره شي چې جګوالی يې درې سوه متره او اوږدوالی يې څلور سوه متره دی.د دې ستونزې پر وړاندې هوانګ دا فا لومړی کس و چې د ده په مشرۍ کليوالو د اوبو د دې ويالې جوړونه پيل کړه.ځکه چې د ويالې د جوړولو تخنيک يې نه درلود،نو په تېرو لسګونو کلونو کې رښتينې وياله جوړه نه شوه.هوانګ دا فا وويل په تېرو ډېرو کلونو کې د اوبو وياله جوړه نه شوه او له دې امله اوبه هم نه تر لاسه نه شوې.

په دې بهير کې کليوالو د اوبو ويالې پر جوړولو باور له لاسه ور کړ، نو له هوانګ دا فا څخه يې نور ملاتړ ونه کړ.خو د هوانګ دا فا په زړه کې دغه ارمان له منځه ولاړ نه .هغه وويل هره ورځ مې فکرکاوه چې په کومه ورځ به مې خوب چې د اوبو وياله به جوړه شي، رښتيا شي.

هوانګ دا فا د اوبو ويالې د جوړولو له ناکامۍ څخه هغه تجربه تر لاسه کړه چې که د ويالې جوړولو کارونه برياليتوب رسيدل غواړم، بايد لومړی په دې برخه کې اړوند انجينرۍ تخنيکونو څخه استفاده وشي.د درې پنځوس کلنۍ پر مهال هوانګ دا فا د اوبو په برېښنا کوټ کې کار پيل کړ او هلته يې د دريو کلونو لپاره د اوبو ويالې د جوړولو ډېرې تجربې او پوهې تر لاسه کړې.

د شپږ پنځوس کلنۍ پر مهال هوانګ دا فا يو ځل بيا د توان جي کلي ته ستون شو او دوهم ځل يې د اوبو ويالې د جوړولو لپاره د کليوالو مشري وکړه.د اوبو ويالې جوړولو پيسو ته اړتيا درلوده.ځينو کليوالو ور سره مخالفت وکړ او نه يې غوښتل چې پيسې ور کړي. خو زياترو کليوالو تر خپلې وسې پورې د دې پروژې د تر سره کولو لپاره پيسې ور کړې. د دې ترڅنګ سيمه ييز حکومت هم د پيسو او تخنيک برخه کې ور څخه ملاتړ وکړ.

تر دريو کلنو کوښښونو وروسته د اوبو وياله جوړه شوه چې له امله يې اوس د دې کلي حالت په پوره توګه ور سره بدل شوی دی . هوانګ دا فا وويل  اوس موږ د کلي ابادۍ او د کليوالو د شتمنېدو په لور روان يو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای