CRI Online

لي که چيانګ د کاناډا له صدراعظم سره ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 17:18:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د اپرېل په اتلسمه نېټه د کاناډا له صدراعظم جوستين ترودياو سره ټليفوني خبرې وکړې.

لي که چيانګ وويل، پروسږ کال د چين او کاناډا صدراعظمانو د لومړي ځل لپاره کلنۍ خبرې اترې وکړې. د دواړو هېوادونو تر منځ پولي او ستراتيژيکې خبرې اترې به ژر پيل شي. چين او کاناډ بايد د اسيا او د ارام بحر سيمو د مهمو اقتصادي ټولنو په توګه لوړپوړی تګ راتګ پياوړی او خپلمنځي همکارۍ پراخې کړي، چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ساتنې، بلکې د نړۍ د سولې، ثبات او د ازاد تجارتي چاپيريال د ساتنې لپاره ګټور دي.

لي که چيانګ وويل، چين به له کاناډا سره يو ځای د خپلمنځي تجارتي فعاليتونو د زياتوالي، له اقليمي بدلون سره د مقابلې او د نويو انرژيو د استعمال په برخو کې د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه )

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای