CRI Online

BRICS هېوادونو د لومړي ځل لپاره د م م په عمومي اسامبله کې ګډه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 17:33:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، چين د ۲۰۱۷م کال د BRICS هېوادونو ( روسيه، هند، چين، برازيل او جنوبي افريقا ) د ملاقات رئيسه هېواد دی. د اپرېل په اتلسمه نېټه، د چين استازي ليو جې يي د پنځو هېوادونو په استازيتوب د م م په عمومي اسامبله کې د دوامدار پرمختګ د ساتنې لپاره د پيسو غونډولو په موخه ګډه وينا وکړه. دا د م م په عمومي اسامبله کې د BRICS هېوادونو لومړۍ ګډه وينا وه.

ښاغلي ليو په دې وينا کې د دوامدار پرمختګ لپاره د پيسو غونډولو په هکله درې وړانديزونه وړاندې کړي، لومړې د دوامدار پرمختګ د ساتنې په باب پر سياسي هوډ ټينګار وشي، د مونتري اجماع پرېکړه ليک، د دوحې اعلاميه او د اديس ابابا عملي پلان دې په جدي ډول پلی شي. دوهم بايد په اول ډول پرمختيايي هېوادونو ته د پرمختګ پيسې برابر کړي. درېيم نړيوال اداري او د پرمختګ نړيوال چاپيريال دې ښه شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای