CRI Online

د تيان جو لومړی نمبر مال وړونکی فضايي بيړۍ به د اپريل په ٢٠مه نېټه وتوغول شي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-19 19:48:32

د تيان جو لومړی نمبر په نوم په چين کې لومړې مال وړونکی فضايي بيړۍ به د اپريل د ٢٠مې نيټې په ماښام ٧بجو او ٤١ دقيقو د های نان ولايت د وين چانګ د هوانورۍ سپوږمکيو د توغولو په ډګر کې وتوغول شي. د چانګ جنګ ٧م نمبر په ليري دويم لېږدونکې توغندی کې د ١٩مې نيټې له غرمې وروسته ټيله کوونکې توکي اخيستل شوي دي. خبريال د چين د انسان وړونکي فضايي الوتنې پروژې له دفتر څخه دغه خبر واخيست چې د توغولو وخت به د فضايي لابراتور د الوتنې دندې د عمومي قومندانۍ څانګې لخوا پريکړه وشي.

ياد مال وړونکې فضايي بيړۍ به په فضا کې د شاو خوا ٣ سوه او ٨٠ کيلومترو په لوړوالي مدار ته ورسيږي او وروسته به د تيان ګونګ دويم نمبر له فضايي لابراتور سره په اتوماتيکه توګه وتړل شي. په فضايي ستيشن کې د تيان جو مال وړونکې فضايي بيړۍ او د چانګ جنګ اووم نمبر ليږدونکي توغندی لخوا د مالونو ليږدونکي سيستم لومړی جوړ شوی چې د چين فضايي ستيشن ابادۍ او کارونو ته مهم تخنيکي بنسټونه برابر کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای