د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکي د اپريل په ۱۹مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو څو ورځې مخکې د بغلان په ولايت کې لږ تر لږه ۱۶ وسله وال طالبان وژلي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وياند په همدې ورځ وويل، چې د افغانستان امنيتي ځواکونو په دغه ولايت کې د طالبانو د يوې چوڼۍ په مقابل کې تصفيوي عمليات وکړل چې په دغه ولايت کې د طالبانو د تش په نامه والي مولوي حلال الياس لال محمد، د هغه زوی اومالي مرستيال يې هم پکې وژل شوي دي. دغه راز، درې نور وسله وال او ګڼ شمېر وسلې نيول شوې دي.
د معلوماتو له مخې، دغه عملياتو پنځه ساعته ته دوام درلود. د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د اپريل په ۱۸مه نېټه خبر ورکړ چې په دغه ولايت کې يې د طالبانو يو عالي رتبه لارښوونکی څو ورځې مخکې ونيو او په دغه ولايت کې به د افغان امنيتي ځواکونو تصفوي عمليات دوام ولري.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |