CRI Online

د چين استازی: د ليبيا مسئله دې له سياسي لارې حل شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 09:26:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي وو های تاو د اپريل په ۱۹مه نېټه وويل، چې سياسي لار د ليبيا مسئلې د حل لپاره يوازنې سمه لار ده. د ليبيا سياسي بهير بايد د ليبيايانو تر لارښوونې او کنترول لاندې وي.

ښاغلي وو های تاو په همدې ورځ په امنيت شورا کې د ليبيا مسئلې په باب يوه غونډه کې وويل، چې يو کال مخکې د ليبيا سياسي تړون لاسليک شو، خو تر اوسه پورې يې پايله محدوده ده او د ليبيا سوله ييز بهير له سختو ننګونو سره مخامخ دی. په ليبيا کې سياسي خبرې اترې ځنډېدلې دي، د اړوندو خواوو ترمنځ متقابل باور کافی نه دی، امنيتي اوضاع ترينګلې ده، ترهګري لا هم مجوده ده او وسلې د خپرېدو په حال کې دي. بېلا بېلې خواوې بايد د امنيت شورا د اړوندو پريکړه ليکونو او د ليبيا سياسي تړون پر بنسټ د خبرو اترو له لارې توپيرونه ليری کړي. دغه راز، د ليبيا بېلا بېلې خواوې بايد خپله سړه سينه وساتي او د نفت لرونکو سيمو او بندرونو په شمول د مهمو اقتصادي تاسيساتو د ساتلو او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخو کې د لا ښې همکارۍ وکړي، تر څو د ليبيا د خلکو ګټې وساتل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای