CRI Online

يانګ جي چه د سوريې مسئلې په باب د چين دريځ څرګند کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 09:35:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چه د اپريل په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو په اړه د اروپايې ټولنې له عالي رتبه استازي فيډريکا موغيريني سره د چين او اروپايې ټولنې ترمنځ د عالي ستراتيژيکو خبرو اترو د اووم پړاو مشري وکړه. ورپسې ښاغلي يانګ جي چه په يوه ګډه خبري ناسته کې د سوريې مسئلې په اړه د چين دريځ څرګند کړ.

نوموړي وويل، چې چين د کيمياوي وسلو له کارولو سره ټينګ مخالفت کوي او په دې نظر دی چې سياسي لار د سوريې مسئلې د حل لپاره يوازنې سمه لار ده او د سوريې مسئله بايد د سوريايانو تر لارښوونې او کنترول لاندې وي. چين او اروپايې ټولنه ګډو نظريو ته رسېدلې چې د سوريې مسئلې په اړه سياسي او سوله ييزې خبرې اترې دې پياوړې شي، په سوريه کې دې د بشردوستۍ مرستو او د اساسي تاسيساتو د بيا رغونې او ساتنې بهير چټک شي، د ترهګرۍ پرضد مبارزه دې پياوړې شي او د امنيت شورا اړوند پريکړه ليکونه دې تطبيق شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای