CRI Online

له نړۍ څخه د نشه يي توکيو د پاکولو تر عنوان لاندې فعاليت په استانا کې پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 09:48:55

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي راشيد اليموف په دغو مراسمو کې وينا وکړه.

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له نړۍ څخه د نشه يي توکيو د پاکولو تر عنوان لاندې فعاليت چې د شانګهای همکارۍ سازمان لخوا تر سره کېږي، د اپريل په نولسمه نېټه د قزاقيستان په استانا ښار کې پرانيستل شو.

د قزاقيستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال زاکوپوف د پرانيستونکو مراسمو مشري وکړه. نوموړي وويل، چې په تېرو اوږدو مودو کې قزاقيستان د نشه يي توکيو پرضد د مبارزې لپاره هڅې کړې دي او کوي يي او د ليدو وړ برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. هيله ده چې بېلا بېل هېوادونه له نشه يي توکيو سره د مقابلې لپاره ګډې هڅې وکړي، خپلې تجربې شريکې کړي او بشپړ نظام جوړ کړي. دغه راز، هيله ده چې ځوانان له نشه يي توکيو څخه ليری وساتل شي، تر څو کورنۍ ته يې زيان ونه رسوي.

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي راشيد اليموف وويل، چې د نشه يي توکيو پرضد مبارزه د بېلا بېلو خواوو پر غاړه بيړنۍ دنده ده او هيڅوک په دغه جګړه کې خپل لاسونه په لسټوڼۍ کې نه شي پټولی. نو هر کس بايد د نشه يي توکيو له توليد سره مقابله وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای