د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريټانيې د استازو جرګې د اپريل په ۱۹مه نېټه د رايګرۍ له لارې پريکړه وکړه چې له ټاکلي وخت مخکې د جون په اتمه نېټه ټولټاکنې تر سره کړي.
د دغه هېواد د استازو جرګې په همدې ورځ په ۵۵۲ مثبتو رايو او ۱۳ منفي رايو سره دغه پريکړه ليک تصويب کړ چې د دغه هېواد د صدراعظمې تريسا مي لخوا وړاندې شوی ؤ.
صدارعظمې مي په همدې ورځ د دغې رايګرۍ د تر سره کېدو نه مخکې وويل، چې له ټاکلي وخت مخکې د ټولټاکنو تر سره کېدا به له اروپايې ټولنې څخه د بريټانيې د وتلو او د بريټانيې د دايي ثبات لپاره ګټوره وي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |