CRI Online

د تيان جو لومړۍ نمبر مال وړونکې فضايي بيړۍ به د اپريل په شلمه نېټه وتوغول شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 10:23:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د انسان وړونکي فضايي پروژې دفتر خبر ورکړ چې د چين د فضايي ازمويښتي مرکز د توغولو دفتر د قوماندې عمومي دفتر پريکړه کړې ده چې د تيان جو لومړۍ نمبر مال وړونکې فضايي بيړۍ به د اپريل د شلمې نېټې په ماښام د های نان ولايت په وين چانګ مرکز کې وتوغول شي. دغه بيړۍ په چين کې تر ټولو ډېر لوی فضايي سټېشن دی او په ياده پروژه کې به يو لړ تخنيکي ازموينې تر سره شي چې له مخې به يې په ليرې فضا کې د چين د فضايي مرکز د جوړولو لپاره بنسټ برابر شي.

د معلوماتو له مخې، دغه بيړۍ به د شپږ تڼو نه د زياتو مالونو په وړلو سره ليرې فضا ته وتوغول شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای