CRI Online

د ترکيې د ټولټاکنو ادارې د ټولپوښتنې نتيجې د اعتبار نه لرلو غوښتنه رد کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 12:10:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې د ټولټاکنو لوړپوري کميسيون د اپرېل په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اساسي قانون د بدلون ټولپوښتنې د نتيجې د اعتبار نه لرلو هغه غوښتنه رد کړه چې د تر ټولو لوی مخالف ګوند يعنې د ولسي جمهوريت ګوند، د ولسي ديموکرات ګوند، د وطن پرست ګوند او رايې ورکوونکيو لخوا وړاندې شوې ده.

د اپرېل په شپاړسمه نېټه، په ترکيه کې د اساسي قانون د بدلون لپاره ټولپوښتنه تر سره شوه. د رايو شمېر د اولې نتيجې سره سم، د واکمن ګوند او د پرمختګ ګوند په مشري د اساسي قانون د بدلون غوښتونکې کړۍ يو پنځوس اعشاريه څلور سلنه رايې لاس ته راوړې، دغه راز د اساسي قانون د بدلون مسوده تصويب شوه. د دې نتيجې له خپرېدو وروسته، د استانبول، انقرې او ازمير په ګډون شلو ښارونو کې په مسلسله توګه د دې نتيجې پر ضد لاريونونه رامنځته شوي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای