CRI Online

د چين او اروپا تر منځ د اوومې دورې لوړپوری ديالوګ په بېجينګ کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 12:10:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين او اروپا تر منځ د اوومې دورې لوړپوری ديالوګ د اپرېل په نولسمه نېټه په بېجينګ کې تر سره شو. د چين د دولتي شورا غړي يانګ جې چي او د بهرنيو چارو او امنيتي پاليسيو په اړه د اروپايي ټولنې لوړپوري استازې فيديريکا موغيريني د دې ديالوګ مشري وکړه.

يانګ جې چي وويل، د سولې، اقتصادي پرمختګ، اصلاح او تمدن د ساتنې لپاره د چين او اروپا د مشرانو لخوا لاسليک شوي پرېکړه ليکونه ډېر مهم اهميت لري. د چين او اروپا تر منځ د همکاريو ژورتيا نه يوازې د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري، بلکې د نړيوالو سياسي اړيکو د پرمختګ لپاره مهم اهميت هم لري. چين له اروپا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او په مداوم او ټينګ ډول د اروپايي هېوادونو د يو ځای کېدو ملاتړ کوي. دواړه خواوې به د خلاصون پر بنسټ همکارۍ او متقابل اعتماد پياوړی کړي، تضادونه او توپيرونه به لېرې کړي او د خپلمنځي ستراتيژيکو اړيکو د لا پرمختګ لپاره به ګډه کوښښونه وکړي.

موغيريني د چين ملاتړ کوي چطې د يو کمربند او يوې لارې سرمشريزه غونډه جوړه کړي او و يې ويل، اروپا او چين به د تجارت، پانګونې، تخنيکي نوښت او کولتور په برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای