CRI Online

د امريکا دفاع وزير پر ايران تور ولګاوه چې د سيمې امنيت او ثبات ته يې زيان رسولی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 12:11:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزير چاميس ماټيس د اپرېل په نولسمه نېټه پر ايران تور ولګاوه چې د سيمې امنيت او ثبات ته يې زيان اړولی. امريکا به د سعودي عربستان په ګډون د سعودي عربستان په شمول له ځينو هېوادونو سره مرسته وکړي چې د ايران له بدو کړنو څخه ځانونه وژغوري.

ماټيس د سعودي عربستان له پاچا سره له ليدنې وروسته خبريال ته وويل چې د دې سيمې په ټولو کشالې لرونکو ځايونو کې د ايران اغيز موجود دی. امريکا به د سعودي عربستان په ګډون د سيمه ييزو هېوادونو ملاتړ وکړي چې د ايران پر وړاندې ځواکمن تدبيرونه ونيسي

د سعودي عربستان اژانس د خبر له مخې، دواړو خواوو په ليدنه کې له ترهګرو سره د مبارزې په ګډون په هرو برخو کې د خپلمنځي همکاريو په پياوړتيا موافقه وکړه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای