د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا سپينې ماڼۍ د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه وويل چې د فلسطين ولسمشر محمود عباس به د مې په ٣مه نېټه له امريکا څخه ليدنه وکړي.د امريکا ولسمشر ډونلد ترمپ به عباس ته هغه ژمنه تائيد کړې چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د نښتو د پای ته رسولو لپاره به يوه لايحه جوړه کړي.
د تېرې مياشتې په لسمه نېټه ډونلد ترمپ له عباس سره په تليفوني خبرو اترو کې پر دې ټينګار وکړ چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د سولې تړون د لاسليکېدو وخت رارسيدلی دی او هغه شونتيا شته چې دغه تړون لاسليک شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |