CRI Online

په پاکستان کې دفلمونو کلب جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2017-04-20 15:19:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان د فلمونو کلب په رسمی توګه جوړ شو چې خپور شوی لومړی فلم د غره،انسان او پسه په نوم د چين غوره فلم دی.د دې هېواد د معلوماتو او کلتوري ميراثونو وزيرې مريم اورنګزېب او په پاکستان کې د چين لوی سفير سون وي دونګ د دواړو هېوادونو په استازيتوب د دې هېواد د کلتور او هنرکميټې په تياتر کې د فلم په خپرولو کې ګډون وکړ.

لوی سفير سون وي دونګ د چين سفارت په استازيتوب د دې کلب د بشپړېدو په مناسبت مبارکي وويله او د چين او پاکستان ترمنځ د فلمونو چارو د پرمختګ او د کلتوري تبادلې د پرمخبيولو لپاره يې د دی کلب هڅې وستايلې .

وزيرې مريم په خپله وينا کې وويل چې د چين او پاکستان ترمنځ د کلتوري تبادلې د پياوړتيا له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي نوره ټينګه شي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای