د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م عمومي اسامبلې د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه تائيد کړی چې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس اچيم ستين د م م د پرمختيايي پلان ادارې د مشر په توګه ټاکلی دی.
اچيم ستين به د هيلن ايليزبيټ کلاک پر ځاې د دې ادارې د مشر دنده پر غاړه واخلي او د ماموريت موده به يې څلور کاله وي.
انتونيو ګوتريس په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې په تېرو اتو کلونو کې د دې ادارې لپاره د مېرمنې کلاک له کوښښونو څخه مننه څرګنده کړه او ويې ويل چې هغې د پرمختګ ، د چاپيريال ساتنې او ديموکراتيکې ادارې او د اورګانونو د اصلاحاتو په برخه کې اغيزمن کارونه تر سره کړي دي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |